د اکمال تخصص لوی ریاست د ۱۴۰۳ هـ ش کال د فوق تخصص ازموینې خبرتیا!
د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د تخصصي برنامې بډایه کولو لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکټرانو علمي کچه لوړه کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته په کور دننه معیاري خدمات وړاندې کړي.
په همدې اساس د FMIC روغتون د قلبي جراحي او قلبي داخلې څانګو لپاره د فوق تخصص ازموینه د ثبت له پروسې وروسته، چې د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د قرنطین شرایطو لاندې د اکمال تخصص استادانو له لوري ورته پوښتنې جوړې شوې وې، له ۵۰ تنو په شرایطو برابرو متخصصینو څخه د یوې شفافې پروسې په ترڅ واخیستل شوه، چې په پایله کې یې د ازموینو ملي ادارې د ویب سایټ څخه ۲۰ تنه دوکتوران راتلونکي پړاو(Interview) ته اعلان شول.