د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!
              د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم د ۱۴۰۴ کال د لړم (عقرب) له ۱۷مې نېټې څخه د لړم تر ۲۹مې نېټې پورې د هیلت نېټ (HNI) موسسې په مالي ملاتړ غور ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو ته به په لاندې برخو کې د سترګو روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي:
• د سترګو د پردې (کټرکت) ۴۰۰ جراحي عملیات
• د مطالعې لپاره د ۸۰۰ عدده د نږدې لید عینکو وېش
• د ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنو ناروغانو درملنه او ورته د لازمو درملو وېش
له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه چې په غور ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ دي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.
