د عامې روغتیا وزارت مرستیال د وزیر محمد اکبر خان روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
Tue, Nov 25 2025 2:33 PM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه:

د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال د دغې لیدنې په ترڅ کې روغتیايي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې د ناروغانو د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو کې لا زیاتې هڅې ترسره کړي.

ښاغلي مرستیال ټینګار وکړ: هر روغتیايي کارکوونکی مکلف دی، چې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت په غوره ډول اداء کړي او ترې ویې وغوښتل، خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړي.

همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له ناروغانو او اړوند مراجعینو سره هم لیدنه وکړه او د هغوۍ د شکایتونو او د رضایت کچې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل؛ ترڅو ناروغانو ته خدمات په غوره شکل وړاندې شي.

Latest news

Wed, Jul 22 2026 4:02 PM
Background image

MoPH Strengthens Emergency Healthcare Response for Flood-Affected Communities in Nuristan

Necessary healthcare facilities have been provided to ensure the delivery of healthcare services to flood-affected communities in Nuristan Province.

The Ministry of Public Health has. . .

Wed, Jul 22 2026 3:58 PM
Background image

MoPH Conducts Air Pollution Control Inspections Across Kabul

Officials from the Air Pollution Control Department of the Environmental Health Directorate of the Ministry of Public Health carried out inspections of various facilities in Kabul city. . .

Wed, Jul 22 2026 3:51 PM
Background image

MoPH EPR Delegation Meets Nuristan Governor to Strengthen Flood Response

During their visit to Nuristan Province, a delegation appointed by the Ministry of Public Health’s Emergency Preparedness and Response (EPR) Committee met with the provincial governor,. . .

BACK TO NEWS