د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د خوړو د خوندیتوب او حفظالصحې له وضعیت څخه نظارت ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې له یو شمېر رسټورانټونو، نانواییو، قصابیو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورنځيو څخه نظارتونو ترسره شول
په دغه نظارتونو کې د رسټورانټونو، نانواییو او قصابیو مسؤلينو، کارکوونکو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورونکو ته د نظافت، حفظ الصحې ساتنې او خوندیتوب په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او هم ورته ګڼ روغتیایي معلومات ورکړل شول.
دغه راز، د حفظالصحې چکلېستونه ډک او د رسټورانټونو، نانواییو او قصابیو مسؤلینو څخه د روغتیایي قوانینو پلي کولو او لازمو اصلاحاتو راوستلو په موخه لیکلې ژمنې هم واخیستل شوې؛ څو د خلکو روغتيا خوندي او له ناروغیو پاک او سالم چاپيريال رامنځته شي.
