د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې د خوړو د خوندیتوب او حفظ‌الصحې له وضعیت څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۲۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې له یو شمېر رسټورانټونو، نانواییو، قصابیو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورنځيو څخه نظارتونو ترسره شول

په دغه نظارتونو کې د رسټورانټونو، نانواییو او قصابیو مسؤلينو، کارکوونکو او د سړک پر غاړه د خوړو پلورونکو ته د نظافت، حفظ الصحې ساتنې او خوندیتوب په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او هم ورته ګڼ روغتیایي معلومات ورکړل شول.

دغه راز، د حفظ‌الصحې چک‌لېستونه ډک او د رسټورانټونو، نانواییو او قصابیو مسؤلینو څخه د روغتیایي قوانینو پلي کولو او لازمو اصلاحاتو راوستلو په موخه لیکلې ژمنې هم واخیستل شوې؛ څو د خلکو روغتيا خوندي او له ناروغیو پاک او سالم چاپيريال رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۳۷
Background image

از سکتور صحی خصوصی و فروشګاه های مواد خوراکی در ولایت‌های هرات، هلمند و فراه نظارت صورت گرفت

مسؤولان نظارت و بررسی ریاست‌های صحت عامه این ولایت‌ها، در نتیجه نظارت بر مراکز صحی و تأسیسات مربوطه در مرکز این ولایت‌ها، یک باب دواخانه و یک باب عمده‌فروشی ادویه را در ولایت هرات، به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲۸
Background image

فعالیت‌های گسترده ریاست جوازدهی و ثبت مواد غذایی در ماه سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

ریاست جوازدهی، ثبت و راهیابی مواد غذایی معینیت غذا و ادویه وزارت صحت‌عامه، درماه سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش، فعالیت‌های متعدد تخنیکی و اجرایی را در بخش تنظیم، ثبت، جوازدهی و راهیابی مواد غذایی. . .

BACK TO NEWS