د افغان او هندي ارتوپيدي متخصصینو له لوري د بندونو بدلولو لومړنی ګډ نړيوال علمي کنفرانس (First joint Arthroplasty Conference) تر سره شو

rasooli_admin
Sun, Aug 16 2026 9:11 AM
moph

په دې  کنفرانس کې چې په انټرکانټیننټال هوټل کې تر سره شو، د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو، د کورنيو چارو وزارت د روغتيايي چارو لوی رئيس مولوي صديق الله بدر، پروفيسور دوکتور ايمل وردګ، د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ارتوپيدي متخصصینو او ټريني ډاکټرانو، د هندوستان هېواد د ارتوپيدي برخې متخصصینو او علمي کادرونو، روغتيا پالانو او د رسنيو استازو ګډون کړي و.

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال قاري عبدالولي صديقي وويل: د خوښۍ ځای دی چې په داسې يو علمي کنفرانس کې ګډون لرم، چې د هېواد د روغتيايي نظام په پياوړتيا کې اغېزمن رول لري، دا ډول علمي کنفرانسونه او غونډې بايد لا زياتې شي؛ ترڅو په بېلابېلو روغتيايي برخو کې علمي تجربې او معلومات له يو بل سره شريک شي.

ښاغلي مرستيال زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، چې د روغتيا برخې څېړنيز مرکز او تخصصي برنامه لا پياوړې کړي؛ تر څو د کورنيو او بهرنيو متخصصينو له تجربو او علمي څېړنو څخه په ګټې اخيستنې هېوادوالو ته د غوره خدمتونو زمينه برابره شي.

دغه راز، د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي وويل: موږ هڅه کوو، چې تخصصي برخه لا پراخه او د نويو تخصصي څانګو په رامنځته کولو سره د هېواد روغتيايي سکتور لا پياوړی کړو؛ تر څو ټولو ناروغانو ته د معياري روغتيايي خدمتونو زمينه برابره او غوره درملنه يې وشي. نوموړي زياته کړه، چې په نږدې وخت کې به د اکمال تخصص رياست له لوري په دولتي روغتونونو کې نوې تخصصي څانګې رامنځته او په معياري توګه به متخصصين وروزل شي.

همداراز، د کورنيو چارو وزارت د روغتيايي چارو لوی رئيس مولوي صديق الله بدر وويل: د افغانستان ا.ا. هڅه کوي د نورو برخو ترڅنګ په روغتيايي برخه کې هېوادوالو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کړي، چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او لا هم هڅې روانې دي.

د دې غونډې په دوام پروفيسور دوکتور ايمل وردګ له هندي ارتوپيدي متخصصينو څخه مننه وکړه، چې د بندونو بدلولو په برخه کې له افغان ډاکټرانو سره د علمي او عملي تجربو شريکولو په موخه يې افغانستان ته سفر کړی او خپلې تجربې او علم له افغان متخصصينو سره شريکوي. نوموړي د عامې روغتيا وزارت څخه هم مننه وکړه او د دغه وزارت څخه په ملاتړ يې روغتيا برخه کې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو ژمنه بيا تازه کړه.

سربېره پر دې، په دغه علمي کنفرانس کې د افغان او هندي ارتوپيدي متخصصينو له لوري بېلابېل علمي پرېزنټېشنونه وړاندې شول. هندي متخصصينو د بندونو بدلولو په برخه کې خپلې علمي او عملي تجربې او په دې برخه کې د نويو تخنيکونو او معیاري کړنلارو په اړه معلومات له افغان متخصصينو سره شريک کړل. افغان ارتوپيدي متخصصينو هم د هېواد په کچه د ارتوپيدي روغتيايي خدمتونو تاريخچه، د دې برخې اوسنی وضعيت، په روغتيايي مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو ارتوپيدي خدمتونو څرنګوالی او خپلې تجربې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شريکې کړې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 12:04 PM
Background image

MoPH Conducts Two Capacity-Building Training Programs for 93 Healthcare and Administrative Staff

The Capacity Building Directorate of the Ministry of Public Health conducted two training programs last week for healthcare and administrative staff of central hospitals.

As part of. . .

Mon, Aug 17 2026 11:56 AM
Background image

Three-Day Training on Digitalization of the Medicine and Health Products Import System Held for International Organizations

The three-day training program was organized by the Afghanistan Food and Drug Authority (AFDA) of the Ministry of Public Health, in collaboration with the World Health Organization (WHO. . .

Mon, Aug 17 2026 11:43 AM
Background image

Farah Public Health Directorate Inspects 54 Healthcare and Food Facilities; Expired Products Confiscated

The Monitoring and Inspection Department of the Farah Directorate of Public Health conducted inspections of several private healthcare centers, pharmacies, medical clinics, and food. . .

BACK TO NEWS