د افغان او هندي ارتوپيدي متخصصینو له لوري د بندونو بدلولو لومړنی ګډ نړيوال علمي کنفرانس (First joint Arthroplasty Conference) تر سره شو
په دې کنفرانس کې چې په انټرکانټیننټال هوټل کې تر سره شو، د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو، د کورنيو چارو وزارت د روغتيايي چارو لوی رئيس مولوي صديق الله بدر، پروفيسور دوکتور ايمل وردګ، د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ارتوپيدي متخصصینو او ټريني ډاکټرانو، د هندوستان هېواد د ارتوپيدي برخې متخصصینو او علمي کادرونو، روغتيا پالانو او د رسنيو استازو ګډون کړي و.
د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال قاري عبدالولي صديقي وويل: د خوښۍ ځای دی چې په داسې يو علمي کنفرانس کې ګډون لرم، چې د هېواد د روغتيايي نظام په پياوړتيا کې اغېزمن رول لري، دا ډول علمي کنفرانسونه او غونډې بايد لا زياتې شي؛ ترڅو په بېلابېلو روغتيايي برخو کې علمي تجربې او معلومات له يو بل سره شريک شي.
ښاغلي مرستيال زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، چې د روغتيا برخې څېړنيز مرکز او تخصصي برنامه لا پياوړې کړي؛ تر څو د کورنيو او بهرنيو متخصصينو له تجربو او علمي څېړنو څخه په ګټې اخيستنې هېوادوالو ته د غوره خدمتونو زمينه برابره شي.
دغه راز، د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي وويل: موږ هڅه کوو، چې تخصصي برخه لا پراخه او د نويو تخصصي څانګو په رامنځته کولو سره د هېواد روغتيايي سکتور لا پياوړی کړو؛ تر څو ټولو ناروغانو ته د معياري روغتيايي خدمتونو زمينه برابره او غوره درملنه يې وشي. نوموړي زياته کړه، چې په نږدې وخت کې به د اکمال تخصص رياست له لوري په دولتي روغتونونو کې نوې تخصصي څانګې رامنځته او په معياري توګه به متخصصين وروزل شي.
همداراز، د کورنيو چارو وزارت د روغتيايي چارو لوی رئيس مولوي صديق الله بدر وويل: د افغانستان ا.ا. هڅه کوي د نورو برخو ترڅنګ په روغتيايي برخه کې هېوادوالو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کړي، چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او لا هم هڅې روانې دي.
د دې غونډې په دوام پروفيسور دوکتور ايمل وردګ له هندي ارتوپيدي متخصصينو څخه مننه وکړه، چې د بندونو بدلولو په برخه کې له افغان ډاکټرانو سره د علمي او عملي تجربو شريکولو په موخه يې افغانستان ته سفر کړی او خپلې تجربې او علم له افغان متخصصينو سره شريکوي. نوموړي د عامې روغتيا وزارت څخه هم مننه وکړه او د دغه وزارت څخه په ملاتړ يې روغتيا برخه کې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو ژمنه بيا تازه کړه.
سربېره پر دې، په دغه علمي کنفرانس کې د افغان او هندي ارتوپيدي متخصصينو له لوري بېلابېل علمي پرېزنټېشنونه وړاندې شول. هندي متخصصينو د بندونو بدلولو په برخه کې خپلې علمي او عملي تجربې او په دې برخه کې د نويو تخنيکونو او معیاري کړنلارو په اړه معلومات له افغان متخصصينو سره شريک کړل. افغان ارتوپيدي متخصصينو هم د هېواد په کچه د ارتوپيدي روغتيايي خدمتونو تاريخچه، د دې برخې اوسنی وضعيت، په روغتيايي مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو ارتوپيدي خدمتونو څرنګوالی او خپلې تجربې او لاسته راوړنې له ګډونوالو سره شريکې کړې.
