په بلخ ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له CARE مؤسسې سره د نږدې ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۸
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له CARE مؤسسې سره د (۲۹۹۹۹۸) دوه سوه نهه نوي زره نهه سوه اته نوي ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یوولس میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د دوه روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۱۶۸۷۵) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۳۸) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د CARE مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د  یوولس میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS