هېواد والو اختر د کورنۍ د روغتیا پیغام، د سولې او هوساینې لپاره په دعاګانو سره ولمانځئ

Panah_moph
Sun, Jul 18 2021 4:12 PM
هېواد والو اختر د کورنۍ د روغتیا پیغام، د سولې او هوساینې لپاره په دعاګانو سره ولمانځئ

یک شنبه، چنګاښ ۲۷/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د هېواد له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د لوی اختر په ورځو کې په کور کې پاتې شي او د یو بل کورونو ته له ورتګ، لاس ورکولو، مخ ښکلولو او روغ بړ څخه ډډه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ټینګار وکړ که د اختر په ورځو کې خلک روغتیایي لارښوونې په پام کې ونه نیسي نو د کورونا ویروس به بیا اوج/زیات شي.

ډاکترمجروح، د کورونا ویروس له امله د هېواد د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: چې د کورونا ویروس درېیمه څپه صعودي حالت څخه تېره شوې ده او اوسمهال په ځینې ولایتونو کې نزولي حالت کې ده، مګر په روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو د شمېر ته په پام سره موږ لاهم په بېړني حالت کې یو.

هغه همداشان په تدریجي توګه د ښوونیزو مرکزونو د بیا پرانیستلو، په پاکستان او ایران هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ که چېرې خلک روغتیایي سپارښتنې له پامه وغورځوي نو کورونا ویروس به صعودي حالت غوره کړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کورونا واکسین پلي کول د کورونا ویروس د مخنیوي په پار اغېزمن لار وبلله او ویې ویل: په هېواد کې د ننګونو او نا امنیو سربېره، د واکسینو د تطبیق پروسه په ټول هېواد کې دوام لري او هره ورځ شاخوا ۳۰-۴۰ زره کسان واکسین کېږي او موږ په دې هڅه کې یو چې دا بهیر په ورځ کې ۶۰ زره تنو ته ورسوؤ.

ډاکترمجروح، د خپلو خبرو په دوام وویل: چې د کورونا ویروس بحران تر څنګ د جګړې له امله بېړنیو پېښو ته لاسرسي په روغتیایي مرکزونو کې د کار فشار زیات کړی دی او موږ تل هڅه کوو چې دا وضعیت په ډېره ښه توګه مدیریت کړو.

په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست د لوی اختر په ورځو کې د کانګو ناروغۍ/تبې د ګواښ یادونه وکړه او د هېواد له اوسېدونکو څخه یې وغوښتل چې د څارویو د حلالې پر مهال دستکش وکاروي او د ځان خوندي ساتلو په پار دې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

Latest news

Wed, Nov 27 2024 9:21 AM
Background image

Comprehensive Inspections in Zabul, Paktika and Jawzjan Province

In Zabul, Paktika, and Jawzjan provinces, comprehensive inspections carried out by the Departments of Food and Medicine led to the identification and confiscation of 97 expired and. . .

Mon, Nov 25 2024 12:22 PM
Background image

Public Health Directorate of Paktia Trains 16 Health Officials on DHIS2 System in Collaboration with Global Fund

In collaboration with the Global Fund, the Public Health Directorate of Paktia delivered a three-day training on the effective use of the DHIS2 national application to 16 health. . .

Tue, Nov 19 2024 2:42 PM
Background image

The Spokesperson and Director of Public Relations for the Ministry of Public Convenes a Coordination Meeting with Representatives of Media

Dr. Sharafat Zaman Amar Khil, the spokesperson and director of public relations for the Ministry of Public Health, presided over a high-level coordination meeting with media. . .

BACK TO NEWS