د مور او ماشوم د روغتیا لارښود کتاب د ګام په ګام د پلي کولو د فعالیتونو د بیا کتنې په موخه يوه غونډه جوړه شوه.
دوشنبه د غويى ۱۹/ ۱۴۰۱
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي او د ملي او نړیوالو بنسټونو د استازو په شتون کې د ډاکټر سهیلا صدیق په تالار کې غونډه جوړه شوه، چې ددې غونډې موخه د مور او ماشوم لارښود کتاب چې په ۳۴ ولایتونو کې په بريالى توګه پلي کولو بيا کتنه وه تر سره شوه.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د مور او ماشوم د روغتیا لارښود کتاب د بریالي تطبیق د هېواد د روغتیا په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه کابل، ننګرهار او باميان ولايتونه په لومړي پړاو کې او هرات ، بلخ ، کندهار ، بدخشان ، کاپيسا ، پنجشېر ، دايکندى او پروان ولايتونه په دويم پړاو او پاتې ۲۳ ولایتونه په دريم پړاو کې د تطبيق چارې ترسره شوي دي .
ډاکټر غیاثي زیاته کړه، د مور او ماشوم د روغتیا لارښود کتاب د بصري او لیکلي پیغامونو او د لومړنیو روغتیايي او معیاري ریکارډونو ټولګه ده، چې د ماشوم او مور د روغتیا په اړه د معلوماتو او ریکارډونو د ساتلو په موخه یې د ټولنې، کورنۍ او صحي کارمندانو ترمنځ د همغږۍ ښه کول دي. د يادونې وړ ده چې د بريالى پلي کولو چارې د يونيسف، جاپان هيواد او نوري مرستندويه ټولنو په مرسته ترسره شوى دي