د مور او ماشوم د روغتیا لارښود کتاب  د ګام په ګام د پلي کولو  د فعالیتونو د بیا کتنې په موخه يوه غونډه  جوړه شوه.

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۹ - ۱۵:۲۸
نشستی به خاطر مرور فعالیت های مرحله وار تطبیق موفقانه کتاب رهنمای صحت مادر و طفل راه اندازی شد

دوشنبه د غويى ۱۹/ ۱۴۰۱
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي او د ملي او نړیوالو بنسټونو د استازو په شتون کې د ډاکټر سهیلا صدیق په تالار کې غونډه جوړه شوه، چې ددې غونډې  موخه د مور او ماشوم لارښود کتاب چې په ۳۴ ولایتونو کې په بريالى توګه پلي کولو بيا کتنه وه تر سره شوه.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د مور او ماشوم د روغتیا لارښود کتاب د  بریالي تطبیق د هېواد د روغتیا په برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه   کابل، ننګرهار او باميان ولايتونه  په لومړي پړاو کې او هرات ، بلخ ، کندهار ، بدخشان ، کاپيسا ، پنجشېر ، دايکندى او پروان ولايتونه په دويم پړاو  او  پاتې ۲۳ ولایتونه په  دريم پړاو کې د تطبيق چارې ترسره شوي دي .
ډاکټر غیاثي زیاته کړه، د مور او ماشوم د روغتیا لارښود کتاب د بصري او لیکلي پیغامونو او د لومړنیو روغتیايي او معیاري ریکارډونو ټولګه ده، چې د ماشوم او مور د روغتیا په اړه د معلوماتو او ریکارډونو د ساتلو په موخه یې د ټولنې، کورنۍ  او صحي کارمندانو   ترمنځ د همغږۍ ښه کول دي.  د يادونې وړ ده چې د بريالى پلي کولو چارې د يونيسف، جاپان هيواد او نوري مرستندويه ټولنو په مرسته ترسره شوى دي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS