په ختیځو ولایتونو او په ځانګړې ډول کنړ ولایت کې د زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې او لاسنیوي په موخه د قطر هېواد د امیر، حضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د لارښوونې پر بنسټ څلور الوتکې بشري مرسته وشوه

rasooli_admin
Thu, Sep 04 2025 1:22 PM
moph

د دې مرستو د سپارلو په موخه د قطر څخه د راغلي پلاوي مشري، د یاد هېواد د بهرنیو همکاریو مرستیالې، اغلې ډاکټر مریم بنت علي بن ناصر المسند کوله، چې د یاد هېواد د بېلا بېلو ادارو استازي هم ورسره مل وو.

د قطر هېواد د بهرنیو همکاریو مرستیالې د یادو بشري مرستو د سپارلو پر مهال وویل: «په دې مرستو کې دوه ګرځنده روغتونونه، خوراکي او روغتیايي توکي او د هستوګنې اړین وسایل شامل دي، چې د قطر دولت د پراختیایي صندوق له لارې نږدې ۱۱ زرو اړمنو کسانو ته رسېږي، دغه مرستې د قطر دولت له لوري د افغان ولس ترڅنګ د تلپاتې درېدو په هدف ترسره کېږي او دا د بشرپالنې ژور ژمنتیا او د طبیعي ناورینونو پر مهال د یاد هېواد د مرستو انعکاس دی؛ تر څو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو د ستونزو په راکمېدو کې مرسته وکړي

د یادو مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوکتور محمد نعیم وردګ ګډون کړی و، چې د افغان ولس په استازیتوب یې له قطر هېواد څخه مننه وکړه او  زیاته یې کړه، چې دغه مرستې به د زلزله ځپلو د اړتیاوو په پوره کولو او په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې ډېرې اغېزمنې وي.

مسؤلینو د قطر هېواد دغه بشرپاله ګام د افغان ولس ترڅنګ د تلپاتې درېدو څرګندونه وبلله او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې اړین ګام وباله.

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:05 PM
Background image

Awareness and Drug Use Prevention Program Conducted for University and High School Students

Under the National Drug Treatment Programme of the MoPH, an awareness and prevention program on drug use was conducted for students of the  Raazi Institute of Health Science and. . .

Wed, Jun 17 2026 1:57 PM
Background image

Two-Day Training on Care for Newborns with Congenital Anomalies Conducted for 36 Healthcare Workers in Panjshir Province

A two-day training program on the care of newborns with congenital anomalies was held for 36 healthcare workers from health facilities across Panjshir Province.

The training was. . .

BACK TO NEWS