تیر کال ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون کې د پنځه سوه زره ناروغانو درملنه ترسره شوې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۲۸
moph

د یاد روغتون رییس ډاکټر روح الله ملاخېل د روغتیایي کارکوونکو ستاینغونډه کې ویلي؛ تېر کال دغه روغتون ته پنځه سوه زره ناروغانو مراجعه کړې، چې له جملې یې یوسل او پنځه څلویښت زره ناروغان بستر شوي (۱۹۳۹۲) لوی او (۶۶۰۰) کوچني عملیاتونه ترسره شوي، همدارنګه د دې روغتون په نسایي ولادي څانګه کې (۲۳۸۸۹) ولادتونه ترسره شوي او هم په زیات شمېر ناروغانو ته تشخصیه معاینات او نور خدمات  ترسره شوي.