د پولیو د محو کولو پروګرام

د پوليو اپيديمولوجي

د پوليود ويروس ډولونه:

د پوليو ویروس دري ډوله نوعی (Serotypes) وجود لري چې په P1 ،P2او P3 سره ښودل کیږې دا ويش د هغه حقيقت  په بنياد شوى چې د يو Serotype  پواسطه په مرض اخته کيدل د پاتي دوه نورو ډولونو( Serotypes )  په  وړاندې معافيت او حفاظت نه شي رامنځ ته کیدای . په يو نوع  (serotype) کې د مختلفو هستوي تيزابونو په اساس مختلف  سټرينونه(Strains) پيژندل شوى دي.

د پوليو د اپيډيمی ( epidemics)تر ټولو  معمول  سبب د پوليو د ویروس لمړى نوع P1 type   دي. په هغو هیوادونو کې چې د پوليو  دمنځه وړلو لپاره کامياب پروګرامونه لری ليدل شوي چې Serotype P2د پوليو  ویروس لمړی له منځه تللى دي ځکه چې د دې سټرين (Strain)  په مقابل کې د واکسين د معافيت قوه زياته ده . په حقيقت کې اوس  داسې فکر کیږي چې P2  په برياليتوب سره له منځه تللى دى ځکه چې د ١٩٩٩ کال د اکتوبر د مياشتي څخه راپديخوا د نړۍ په هيڅ ځاى کې د پولیو د ویروس  Serotype  P2  نه دى موندل شوى.

په عمومي ډول په % 1  پیښو کې  د P1  پواسطه په مرض اخته کيدل ګوزن    (Poliomyelitis) خوا ته پرمختګ کوي چې دغه شمیره د P3 لپاره لس چنده لږ ښودل شوى دى او د P2 لپاره د دې څخه هم کم ښودل شوى . د دې څخه هدف دا دى چې د پو لیو ویروس خصوصاً P3  ډير زيات ساري دی او مخکی له دی چی ګوزڼ واقع شی چاپیریال ته خپریږي ،که چیری فعال او حساس سرویلانس سیستم نه وی دزياتو مياشتو لپاره دوران کوي. د پولیو د ډولونو (Serotypes) ترمنځ  فرقونه او دا چې ولى بعضي خلک په (Poliomyelitis) اخته کیږي په داسی حال کی چې زياتی پیښي یی نښي نښانی نلري یعنی (asymptomatic)  وي تر اوسه معلوم نه دی.همدارنګه د پولیو د ناروغۍ نښي نښانی د ټولو ډولونو لپاره یو شان وي.

 د ناروغۍ ساحه (Spectrum of disease):

د پوليو ناروغۍ په۹۰-۹۵٪ پیښو کی  اعراض علایم موجود نه وی  .

په ۴-۸٪  خفیفو پیښو( Minor illness )ناروغ په ټيټه درجه تبه د ستونى درد، کانګی، دګيډى درد، بې اشتهايي او ځان درد باندې متصف وي ،رغيدنه چټکه او مکمله وي او ناروغ په ګوزن نه اخته کیږی  د پوليو ناروغی  د انتان دغه حالت د Abortive (Poliomyelitis) په نوم يادېږي چې د نورو خفيفو ویروسي انتاناتو سره يي تفریقی تشخیص ناشونې دي.

 د پوليو ویروس سره د تماس راتلو وروسته د ویروس تکثر په ستونیاوکلمو کې صورت نيسي چې ددې په تعقيب وینی ته داخلیږي او په پايله کې ممکن د مرکزي عصبي  سيستم  حجرات انتان را منځ ته کړی . ددې لپاره چې  ویروس حجراتو ته داخل شي يو ډول خاص نښلونکی (receptor) ته ضرورت لري. کيداى شي

Aseptic meningitis))  هم را منځ ته شي چې د درملنی پرته ښه کیږي.

د یو ۱٪ څخه په لږو پیښو کی د پولیو ویروس عصبی حرکي حجرات تر حملی لاندی نیسي او بیا هلته تکثر کوی چی په پایله کی عصبی حجره تخریب او د پولیو کلینیکي شکل سبب ګرځي، د دغه شکل واقعي نښي د مرکزی عصبی سیستم د اړوندو برخو په اخته کیدو پوری تړاو لري.

نخاعي ګوزڼ چی د ښکتني حرکي عصبي حجرو(نیورون) د اخته کیدو په نتیجه کی رامنځته کیږي ، په څرګنده توګه د یوی ښپی د ګوزڼ(فلج) سبب ګرځي.

د ماغزو التهاب (Encephalitis) چی د ماغزو د اخته کیدو په نتیجه کی را منځته کیږي چی د پولیو د ټولو پیښو ۱٪ جوړوي او ډیر کله پایله یی مړینه وي.

د ګوزڼ پرمختګ چټک وي (۲تر ۴ورځو پوری) چی د تبی او د عضلاتو درد سره مل وی او په لږه اندازه د تبی څخه وروسته هم دوام کوي.

د ۵ څخه تر ۱۰٪ حالاتو کی په پولیو داخته ناروغانو پایله ګوزڼ(فلج) او مړینه وي. د دغه ناروغانو ۱۰٪ په پوره ډول جوړیږي او پاتی نور ناروغان قسما جوړ او د ګوزڼ اثرات په کی موجود وي.

د ناروغۍ په بیړنۍ (حاد)مرحله کی په ډیرو ناروغانو کی د عضلاتو دندی قسما بیا رغیږي او تر شپږو میاشتو پوری د بیارغونی چانس شتون لري.د پولیو ناروغي په مقابل کی بدن د اړوند ډول (Serotype)تل پاتی معافیت ورکوي.

د ناروغۍ خپریدنه (Transmission):

د پولیو ویروس د یو شخص څخه بل شخص ته د خولی او غایطه توکو دتماس له لیاری صورت نیسي، د پولیو ویروس په متقاطع توګه د یوی میاشتی او یا زیات د ناروغ شخص د غایطه موادو له لیاری اطراح کیږي.

د لومړني اخته کیدو وروسته د پولیو ویروس په پرله پسی دول د څو اوونیو لپاره د غایطه توکو سره اطراح کیږي. د ویروس زیات تعداد د ګوزڼ د شروع څخه د مخه تر دوو ونیو وروسته د ګوزڼ څخه اطراح کیږي. ټیټ معافیت لرونکی وګڼي ممکن د ډیری مودی لپاره (یو کال)د غایطه موادو له لیاری ویروس اطراح کړي.او د ګوزڼ د رامنځته کیدو ګواښ په دغه اخته ناروغانو کی زیات وی. ډیری تنکي ماشومان په ناپاک چاپیریال کی چی خراب حفظ الصحوي شرایط لري په ناروغۍ اخته کیږي،او هغه کوچنیان چی د بیت الخلا نه ګټه نه پورته کوی د ګوزڼ د ناروغۍ سرچینه شمیرل کیږي، سره له دی پولیو به هغه صورت کی چی خوراکي توکی او اوبه د غایطه توکو سره ککړ وي په ځانګړي توګه د یو ماشوم څخه بل ماشوم ته خپریږي. همدارنګه داسې شواهد هم شته چې مچان د پوليو ویروس په منفعل ډول سره د غايطه موادو څخه غذا ته انتقاليږي. د ناروغۍ د خاموشه  انتقال  (Silent) transmission)) او ګړندى خپريدو له وجهې که د ګوزن د ناروغۍ يوه واقعه هم وليدل شي نو دا په يوه ټولنه کې د ویروس  په پراخه دوران اوموجوديت باندې دلالت کوي.

د OPV واکسين د ګوزن په وړاندې ترټولو غوره باوري وسيله ده. چې په کولمو کې د پوليو ویروس په وړاندې معافيت رامنځته کوی او د وحشي ویروس د خپراوی  بندوی .

معافيت (Immunity):

د پوليو ویروس په مقابل کې محافظوي معافيت د واکسين کولو او يا د طبيعي انتان پواسطه را منځ ته کیږي . د پوليو ویروس د يوی نوعی په مقابل کې معافيت د پوليو ویروس دنورو انواعو په وړاندې  محافظت نه شي کولاى.  هغه معافيت چې د طبعي انتان اوياد ژوندي OPV د تطبيق په تعقيب را منځ ته کیږي د ټول عمر لپاره دوام کوي. د غير فعال  پوليو واکسين (IPV) د تطبيق څخه وروسته د محافظوي  انتي بادي گانو دوام نا معلوم دي او د کلمو د معافيت کچه يي هم OPV ته نه شي رسيدي  نو په همدې اساس IPV  نظر OPV ته د پوليو د وحشي ویروس د  خپراوی په وقايه کې موثر ندي. هغه نوی زیږیدلي کوچنيان د هغو ميندو څخه چې د انتي بادي  لوړه کچه لري زيږيدلي وي  د ژوند په اولو څو اونيو کې د پولیو ویروس په وړاندې محفوظ دي . په انډيمکو هیوادونو  لکه  افغانستان کې نژدې ټول کوچنيان چې تر ٥ کالو عمر لري د کسبي طبعي معافيت درلودونکى دي.

سرچیني (Reservoir):

د پوليو ویروس يواځي انسان  په ناروغي اخته کوي او کوم حيوانى سرچینه نه لري . ویروس د انسان د عضويت څخه د باندی په خارجي چاپيريال کې د زيات وخت لپاره نه شي پاتې کيداى . اوږد مهاله ناقل  نه لري.

چاپيريال

هغه وخت چې د ویروس د منتن کیدو قدرت په کې ۹۰٪ وی

١- خاوره

اوړى

١،٥ورځي

ژمى

۲۰ورځي

٢- ناپاکی زیرمي

په ۲۳ سانتی ګرید درجه کی

۲۶ورځي

په ۲ سانتی ګرید درجه کی

۱۸۰ورځي

٣-سطحې اوبه

تازه اوبه

٥،٥ورځي

بحري اوبه

۲،۵ورځي

:(Occurrence) پیښي

په لويديځه  نيمه کره او صنعتي هیوادونو کې اوس مهال د ګوزڼ (Poliomyelitis) پیښي  له منځه تللى. د دې ناروغۍ پیښي په هغه هیوادونو کې چې د ودې په حال کې دي ، د واکسين پوښښ يي لږ او حفظ الصحه يي خراب وی زياتي دي. دا يوه موسمي ناروغي ده چې  اکثراً په حاره اقليمونو ، باراني موسمونو په دوران کې ،د اوړي په موسم او د مني په شروع  کې په معتدلو اقليمونو کې زياتی پیښي واقع کیږي.

د منتن کيدو څخه وروسته د ګوزن لپاره د خطر عوامل:

دا چی ولی په لږه فییصدی اخته وګڼی په ګوزڼ اخته کیږی سبب یی نه دی څرګند شوی.څود خطر لارښود فکتورونه پيژندل ښوي چی په پولیو اخته ناروغ کی د ګوزڼ احتمال زیاتوي:

  •  عضلي زرقيات (Intramuscular injections)
  • د معافيت کموالى (Immune deficiency)
  • حاملګي Pregnancy) )
  • د تانسلونو لري کول (Tonsillectomy)
  • ښدید فزیکی تمرينات (Strenuous Exercise)
  • زخم Injury))

د پوليو د له منځه وړلو لپاره دلايل:

 پوليو يو دهغه محدود شمیر ناروغيو ( لکه شرى او چيچک چې بيخې له منځه تللى) څخه دی چې  له منځه وړل کيداى شي. پوليو د لاندې د لايلو په اساس له منځه تلاى شي.

۱: پوليو يواځي انسانان اخته کوي، حيواني او محيطي سرچینی نه لري .

۲: د يو موثر او ا رزانه واکسین شتون دOPV  په شکل

۳:  د واکسینو په واسطه د تل پاتی معافيت رامنځته کیدل

ویروس يواځي د يوکم وخت لپاره  په چاپيريال کې ژوندى پاتې  کيداى شي نورې ناروغۍ هم د واکسينو  پواسطه کنترول کيداى شي، ولی هيڅکله  له منځه تللاى نه شي د بیلګې په توګه دتيتانوس ناروغۍ عامل یوه  بکتريا  چې Clostridium tetani په نوم ياديږي او په چاپيريال  کې په زياته اندازه خپور دی اوپه مستقل ډول سره بغیر د انساني کوربه څخه ژوندى پاتې کيداى شي. –

د پوليو کلينکي اشکال(Clinical aspects of polio) :

 د ګوزن د ناروغۍ کلينکي کورس:

 که څه هم چې د پوليو ویروس په زياته اندازه ساري ده خو لږ تر لږه ۹۰٪  ټول  هغه وګړي چې په دا ویروس اخته شوي د ناروغۍ هيڅ نښې نښانی په کی نه دي څرګند او په حقیقت کی په دې هم نه پوهیږي چې دوى په ناروغۍ اخته شوى دي. کله چی د ناروغۍ اعراض را څرګند شي نوبيا د درملنی وړ نه دی ، دا چی فزيکي درملنه د ځينې وظايفو په اعاده کولو کې د بیارغونی په مرحله کې موثر ګڼل شوی هم دی،احتمالا د ګوزن را منځته کیدل  نظر د ویروس سټرينونو ته توپیر کوي ،  P1 په  ١٠٠ پيښوکې يوه پيښه ( ۱۰۰:۱ ) او د P3 په ١٠٠٠ پيښو کې يوه پيښه ( ۱۰۰۰:۱) د ګوزن خواته پرمختګ کوي .

په بیړني پولیو کی لاندی مراحل د تفکیک وړ دي:

غيروصفي تبه لرونکي شکل(In apparent) د ناروغۍ معمول شکل دی چې د  ۹۰٪ څخه زیات ټولی پیښی تشکیلوي.

خفیف شکل یا Minor illness: (Non paralytic poliomeyalitis یا aseptic meningitis ) په نوم  ياديږي ،  غیر فلجی شکل ناقص یا    Abortive  شکل ته ورته نښی نښانی لري ددی سره سره ناروغ  د دماغ د پردی (سحایا) د تخریش علایم هم لري په دی شکل اخته ناروغان په مکمله توګه رغیږي.

د ناروغۍ وخیم شکل یا Major Illness : دعضلي درد ، عضلی تشنج او تبی سره شروع ، وروسته دحاد نرم فلح پواسطه تعقیب او په ۷۲ ساعتو کی تکمیلیږي څرګندیږي.

په ناروغي اخته کیدل او د ګوزن د شروع ترمنځ وخت د ۷-۱۴  ورځو پورې رسيږي چې په اوسط  ډول سره د ۴-۳۵  ورځو پورې وخت نيسي.دغه شکل د ښپو او لاسونو عضلات زیانمنوي او دګوزڼ اصلي شکل جوړوي.زیانمن شوی عضلات نرم او وتری عکسات ضعیف وي. د درد او تماس احساس نورمال، ګوزڼ غیر متناظر وی، یو خوا زیانمن او نښی په یوه خوا کی زیات متبارز وی، همدارنګه ښپی نظر لاسونو ته زیات متاثره کیږي، د نرم ګوزڼ پاتی شوني د ۶۰ ورځو وروسته هم لیدل کیږي.

د نښو  د څرګندیدو مراحل:

 تفريقي تشخيص (AFP):

د حاد نرم ګوزن (AFP)  د واقعي پيژندنه :- هر هغه کوچنى چی عمر يي د ١٥ کالو نه ښکته وي او په هغه کې حاد ( په چټک ډول پرمختلل) نرم ګوزن را منځ ته شي يا هر هغه نرم ګوزن چې په هر عمر کې را منځ ته شي خو کله چې د پوليو ویروس مشکوک وي.

 ټول  هغه ناروغۍ چې د حاد نرم ګوزن سبب ګرځي عبارت دي له پولیو (Polimylitis) ،Guillian-Barre syndrome  او Transverse Myelitis   او لږ عام اسباب يي عبارت دي له Traumatic neuritis, meningitis , encephalitis  او داسی نور چې ددې ټولو واقعاتو راپور بايد د AFP  سرويلانس سيستم ته ورکړل شي.

د Paralytic polio  بيلونکى ځانګړتياوې عبارت دى له غير متناظر  ګوزن ، په شروع کې تبه، دګوزن ګړندي پرمختګ، ٦٠ ورځو څخه وروسته د تل پاتې ګوزن رامنځ ته کيدل او دحسي اعصابو د وظايفو خوندي پاتي کيدل که څه هم چې يواځي کلينکي بڼه د Poliomyelitis د واضح فرق کولو لپاره د AFP د نورو اسبابو څخه کفايت نه  کوي نو پدې خاطر دا ډېره مهمه ده چې د ټولو  واقعاتو (Cases)  څخه د غايطه موادو نمونې واخستل شي د وايرولوجي معايناتو لپاره بدون لدې چې کلينکي بڼه يي په نظر کې ونيول شي د ګوزڼ دقطعی تشخیص لپاره اړینه ده.

د پوليو واکسينونه Polio vaccines-

 د پوليو دوه ډوله واکسينونه موجود دي:

١-(Oral polio Vaccine) OPV ژوندي ضعيف شوي واکسين  چې په دري  ډوله دي:

  • Trivalent
  • Monovalent
  • Bivalent

۲- زرقی یاغير فعال شوي يا وژل شوي پوليو واکسين( IPV)

Trivalent Oral Polio vaccine (tOPV)

دغه واکسین د ژوندي ضعیف کړی شوی پولیو ویروس څخه جور دی او په هر دوز د واکسین کی د (۱،۲،۳)  پولیو ویروس ډولونه موجود  چی بی خطره او محفوط دي. نړیوال روغتیایی سازمان د  ورزنیز واکسین او ټولنیز کمپاینونو لپاره د OPV واکسین سپارښتنه کوي او په اکثره ّهیوادونو کی د ۸۰-۸۵٪ په حدودو کی معافیت ورکړی ولی د مخ پر ودی هیوادونو لپاره دغه رقم ۷۰٪ ټیټ ښودل شوی.

د خولی د لیاری واکسین ارزانه او په اسانۍ سره د خولی له لیاری تطبیقیږي او دوه ډوله معافیت (عمومی او موضعي) یعنی په کولمو او دوران کی معافیت تولیدوي. هغه کوچنیان چی په دا شکل معافیت تولیدوي په لږ رقم سره ناروغي نورو کوچنیانو ته انتقالوي او کله چی عمومي کمپاینونو کی د معافیت د لوړولو په منظور په کتلوی شکل تطبیقیږي کولای شی د کولمو د لوړ معافیت د تو لیدولو په وسیله  حجروی نښلوونکي  د تړلو سبب شي، په ناروغۍ اخته شخص څخه د ناروغۍ انتقال سالم شخص ته مانع وګرځي او په دی توګه د پولیو د وحشي ویروس د دوران مخه ونیسي.

غیرفعال یا زرقی مړ واکسین IPV(Inactivated or killed polio vaccine):

د پولیو زرقي واکسین  په دوران کی په کافي اندازه انتی باډي تولیدوی او د وینی په دوران ( سیروم) کی د وحشی ویروس د داخلیدو او عصبی سیستم  ته د رسیدو مخنیوی کوي، د دغه واکسین له امله د ګوزڼ خطره نشته ولی دا چی د OPV په نسبت په کولمو کی لږ معافیت تولیدوي نو هغه خلک چی د IPV  پواسطه واکسین شوی وی کولای شي د پولیو وحشي ویروس نورو

ته انتقال کړي. همدارنګه IPV نسبت OPV ته ګران او د تطبیق لپاره مسلکی پرسونل او نورو وسایلو ته اړتیا لیدل کیږي

د واکسين مهالويش  :(Vaccination schedule though routine immunization)

اوس مهال WHO  ټولو  هغو کوچنيانو ته چې عمرونه يي د يو کال نه کم وي د OPV  پنځه ډوزونه توصيه کوي چې لومړى ډوز  بايد د پيدا کيدو نه سمدستي وروسته او يا څومره چې د زيږيدنې ورځې ته نژدي وي ( تر ١٤ ورځو پورې)  تطبيق شي چې داد زيږيدني ډوز يا صفر ډوز  په نوم ياديږي درې  ډوزونه بايد کم تر کمه د څلورو هفتو په فاصله معمولاً د DPT او تور زيړي د واکسينونو سره په عين وخت کې ورکړل شي او پنځم ډوز د OPV بايد حداقل د دريم دوز څخه يوه مياشت وروسته ورکړل شي چې د شرى د واکسين کولو دوخت سره سمون خوري . دواکسين هغه ډوزونه چې د معافيت د بشپړوونکو فعاليتونو Supplemental immunization activities (NIDs او SNIDs)  په دوران کې تطبيق  کیږي  د لومړنى مهال ويش ځاى نه نيسي بلکې يواځي لومړني دوزونه تقويه او پوره کوي.

ډوز او تطبيق يي (Dosage and administration):

 د OPV  يو ډوز لرونکى د دوو څاڅکو وى چې مستيقماً د کوچني په خوله کې څڅول کیږي. د واکسين د محفوظ والى له کبله  د OPV  د زياتو دوزونو د تطبيق  کوم حد نشته ، يواځينى ضرورت دادى چې د دوزونو تر منځ لږ تر لږ څلور اوونۍ وي تر څو مناسب معافیت منځته  شي.

نوت: د پولیو وروستیو پیښو د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ