خلکو ته د معیاري او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو په موخه بدخشان ولایت کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو او رسټورانټونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۹:۵۹
moph

د بدخشان ولایت عامې روغتیا ریاست د نظارت آمریت د خوراکي تأسیساتو څخه د څارنې ټیم د دې ولایت په نوي ښار کې له ۸ سوپرمارکيټونو، ۳ عمده‌ پلورنځیو، يو رسټورانټ، د کېک او کلچو یوې تولیدي فابریکې او د الکوزي شرکت له نماينده ګۍ څخه، چې د دې ولایت د زاړه ښار اړوند غلې‌ منډوي په سیمه کې موقعیت لري، نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت پایله کې ۲۲ قلمه بېلا بېل له نېټې تېر او بې‌ کیفیته خوراکي توکي تثبیت او راټول شول، چې د له منځه وړلو په موخه د بدخشان ولایت عامې روغتیا ریاست ته ولېږدول شول.

همدارنګه، د یادو تأسیساتو مسؤلینو ته د شخصي، فردي او چاپېریالي حفظ‌الصحې په اړه لازمې سپارښتنې هم  وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د متحده عربي اماراتو سفارت د فاریاب ولایتي روغتون سره د ۳۲ قلمه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

یاد درمل او طبي تجهیزات د فاریاب ولایتي روغتون د ناروغانو له مهمو او اساسي اړتیاوو څخه دي، چې له تسليمېدو وروسته اړوندو څانګو ته، په ځانګړي ډول د ماشومانو څانګې ته ولېږدول شول او عملاً. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۹:۵۹
Background image

خلکو ته د معیاري او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو په موخه بدخشان ولایت کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو او رسټورانټونو څخه نظارت ترسره شو

د بدخشان ولایت عامې روغتیا ریاست د نظارت آمریت د خوراکي تأسیساتو څخه د څارنې ټیم د دې ولایت په نوي ښار کې له ۸ سوپرمارکيټونو، ۳ عمده‌ پلورنځیو، يو رسټورانټ، د کېک او کلچو یوې تولیدي. . .

BACK TO NEWS