خوست  کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو او د مالګې د تولید له فابریکو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۳:۵۳
MOPH

یاد نظارت، چې د عامې روغتیا ریاست د خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیم له لوري تر سره شو، پایله کې یې د خوست په مرکز متون ښار کې د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه یو اندازه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د خوست د عامې روغتیا ریاست ته ولېږدول شول.

همداراز، د مالګې د تولید له اته کارخونو څخه نظارت تر سره شو، چې پایله کې یې ۴ فابریکې د غیر معیاري خدماتو او د جوازونو د نه شتون له امله وتړل شوې او اړوندو مسؤلینو ته د روغتیايي کارتونو تر لاسه کولو او حفظ الصحې اړوند لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۹
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

دا غونډه د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي په مشرۍ د یاد ریاست په  دفتر کې د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غړو او د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۱۳
Background image

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ په تالار کې د Polymerase Chain Reaction (PCR) علمي کنفرانس ترسره شو

دغه کنفرانس د PCR ټکنالوژۍ د علمي، څېړنیزو او عملي اړخونو د ارزولو لپاره د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د طبي ټکنالوژۍ څانګې له لوري ترسره شو، چې موخې یې د مالیکولي بیولوژۍ د. . .

BACK TO NEWS