د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم پنجشیر ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمداغا حکیم سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۹
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، د پنجشیر والي ملا محمداغا حکیم ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.

د داخلي تفتیش رئیس وویل، د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي، چې د پنجشیر ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ تر څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سفر د عامې روغتیا ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کلنۍ ارزونې په موخه ترسره شوی؛ تر څو د روغتیايي خدمتونو کیفیت و ارزول شي، ستونزې حل او خلکو ته پر وخت لازم خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS