خوست ولايت کې ۷ درملتونونه، ۲ د غاښونو کتنځي او يو لابراتوار له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله وتړل شوه
د خوست عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړ، چې په پايله کې يې ۷ درملتونونه، ۲ د غاښونو کتنځي او يو لابراتوار له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله وتړل شوه او همدارنګه، ۲۰ قلمه له نېټې تېر درمل، چې ۴ کيلو ګرامه او ۳۱ قلمه خوراکي توکي، چې ۲۲ کارتنه او ۵۵ کيلو ګرامه کېږي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
