خوست ولایت کې ۵۰ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي او طبي توکي له منځه یووړل شول
یاد درمل، خوراکي او طبي توکي د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په عقرب، قوس، جدي او دلوې میاشت کې له خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول شوي وو او د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل شول.
