دعامې روغتیاوزارت اړوندمرکزي لابراتوارونو 85 قلم ریجینټونو او مصرفی لابراتواری موادودتړون ورکولودپریکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي لابراتوارونو  85  قلم ریجینټونو  او مصرفی  لابراتواری موادو تړون (شرکت اکبری برادران لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-5657) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خیرخانی دوهمه   حصه ،کابل مرکز ، کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (6,513,680) شپږ میلیون پنځه سوه دریالس زره شپږ سوه اتیا  افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د (د 1405 مالي کال لپاره د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د اړتیا وړ د لایسنس سوفوز فایروال برابرول او تدارک . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۶
Background image

د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندز ولایت عدلي طب پراختیا، بیارغونې او لمریزې برېښنا سیستم نصبولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست یوځل بیا ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  (د ملاریا او غیر ناقله ناروغيو د کنټرول ملي پروگرام لپاره د غوماشو تربیه او ساتنې لازمه موادو  تدارک او  . . .

Back to tenders