دعامې روغتیا وزات د څارنې او پلټنې رئیس د لوګر ولایت عامې روغتیا له رئیس سره وکتل
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر په لړ کې چې موخه یې په دې ولایت کې د ( BPHS،EPHS او Vertical ) پروژو په کچه روغتیايي خدماتو څخه نظارت، په روغتیايي مرکزونو کې د ستونزو په ګوته کول او ورته د حل لارې پیدا کول دي د عامې روغتیا له رئیس، حافظ سعید الرحمن قادري سره وکتل.
د لوګر عامې روغتیا رئیس یاد سفر یو نېک ګام وباله او ویې ویل، د ژمي په رارسېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتیږي او له همدې کبله روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو مراجعه زیاتیږي، نو په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوو، چې یاد ولایت ته د ژمنیو اړینو توکو او درملو په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
بل لور د څارنې او پلټنې رئیس د نوموړي غوښتنې واورېدې او دې برخې ته يې د لا زیاتې پاملرنې ډاډ څرګند کړ.