د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد پلازمېنې نوي ډهلي کې له جامعه همدرد علمي او تحصیلي بنسټ څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
MOPH

په دې لیدنه کې د جامعه همدرد علمي او تحصیلي بنسټ مسؤلینو او استادانو د افغان تخنیکي ټیم تود هرکلی وکړ او د یاد بنسټ د علمي، څېړنیزو او طبي فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او هم د دواړو لورو ترمنځ د دودیز طب په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

بل لور د یاد بنسټ د مشرتابه له لوري ژمنه وشوه، چې د دودیز طب برخه کې به ګډې څېړنې ترسره کېږي، د همدرد لابراتوارونو له لارې به د درملیزو محصولاتو معیاري ارزونې کېږي، علمي تجربې او معلومات به شریکېږي او افغان ډاکټرانو ته به د بورسونو او مسلکي روزنیزو پروګرامونو زمینه هم برابره کړي.

همدارنګه، دواړو لورو دغه ډول علمي او تحصیلي همکاري د عامې روغتیا پیاوړتیا، د دودیز طب معیاري کېدو او د ساینسي بنسټونو د پراختیا لپاره مهمه وبللـه او هوډ یې څرګند کړ، چې دا اړیکې به په دوامدار او اغېزمن ډول لا پراخه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

BACK TO NEWS