د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي له مل پلاوي سره په کابل کې د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۱۵
MOPH

ښاغلي مرستیال د الشفاء روغتون ریفورم او د خدماتو پیل د هېواد یو له مهمو اړتیاوو وبلل ، نوموړي اړونده مسؤولینو ته د دې روغتون د ترمیماتي چارو د ژر بشپړېدنې او د تعمیراتي او ترمیماتي چارو پر مهال معیاراتو ته د پام کولو اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزارت د هیواد روغتیایي سیستم د خودکفایۍ لپاره هڅې پیل کړي چې په دې ترڅ کې د کابل الشفاء روغتون هم د یادو هڅو یوه بېلګه ده چې د خدماتو په پیل سره به یې ولسونه په کور دننه د ډیرو تخصصي او معیاري روغتیایي خدماتو څخه برخمن شي ان شاءالله .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ عمومي روغتون او د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس ښاغلي محمد یونس غالب، د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري، د مالي او پلانګذارۍ ریاستونو او ۱۷ ودانیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۱۰
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (UNDP) سازمان له مشر، ښاغلي سټیفن روډرېک سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم پر جوړولو او د دې پروسې پر لا ادامې ، د محیطي روغتیا برنامو پر پېل او غښتلتیا ، د طبي زباله جاتو پر مدیریت ، د محیطي روغتیا. . .

BACK TO NEWS