د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس ډاکټر محمد قاسم صاحبي د یوې ناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدماتو د رئیس په توګه معرفي شو
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي وویل:(موږ د الله تعالی څخه ډاکټر صاحبي ته په دې دنده کې د لا بریالیتوبونو توفیق غواړو او هیله لرو، چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم مثبت بدلونونه رامنځته شي).
همدارنګه، ډاکټر محمد قاسم صاحبي د ا.ا.ا د رهبرۍ او د عامې روغتیا وزارت له باور څخه په مننې ژمنه وکړه، چې د خلکو او وطن په خدمت کې به له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه درېغ ونه کړي.
