د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بریتانیا هېواد له ځانګړي استازي، ښاغلي ریچارډ لینزي سره پر لیکه ليدنه وکړه
په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د وضعیت، د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او پراختیا، د روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د اکمال تخصص برنامې پر نوعیت او د نړیوالو ادارو له لوري د افغانستان روغتیايي سکتور سره د همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د بریتانیا هېواد له لوري د افغانستان روغتیايي سکتور سره د مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې په ځینو مهمو برخو کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره لا زیاتو همکاریو او مرستو ته اړتیا شته.
همدارنګه، ښاغلي وزير د ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو برخو کې د پراختیا اړوند خبرې وکړې.
بل لور، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ښاغلي ریچارډ لینزي د افغانستان د روغتیايي سیستم سره د دوامداره ملاتړ ډاډ څرګند او ویې ویل، بریتانیا به د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، پراختیا او دوامدار ملاتړ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
