د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر اډوین سینیزا سلاوډر، د یونیسیف ادارې له مرستیالې، ګاوي ادارې له مسؤلینو او نړیوال بانک له استازو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۰:۵۵
moph

 په دې ناسته کې افغانستان کې د وقایوي خدمتونو اړوند معافیت برخې د فعالیتونو پر څرنګوالي، د کیفیت پر ښه والي او د پوښښ ساحې پر پراختیا خبرې وشوې.

ښاغلي وزیر، د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د واکسین برنامې پر ښه تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل: ( هڅه کوو چې له خپلې داخلي بودجې څخه هم په معافیت برخه کې کار وکړو؛ ترڅو  یاده برخه لا پیاوړې کړو).

بل لور د نړیوالو ادارو په ځانګړې توګه د یونیسیف او ګاوي مسؤلینو د دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند او د واکسین برنامې ښه تطبیق برخه کې یې د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د معافیت برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي او د واکسین تطبیق پر مټ د مخنیوي وړ ناروغیو لپاره هڅې ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست له لوري په لومړي ځل(۹۵) تنو ټریني ډاکټرانو ته د ریسرچ میتودولوژي روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

یاد روزنیز ورکشاپ لومړی د عاجل ابن سینا او ملالۍ روغتون ټریني ډاکټرانو ته د څېړنیزو مهارتونو لوړولو، د علمي څېړنې اصولو ته د لا زیاتې پاملرنې، او د شواهدو پر بنسټ طبي څېړنو ته د هڅونې. . .

BACK TO NEWS