د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قطر هیواد له شارژدافیر مُردف القاشوطي سره وکتل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۳:۵۸
moph

په دې کتنه کې د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، په کندهار ولایت کې د قطر هېواد له لوري د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز روغتون او د روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړولو اړوند خبرې ترسره شوې.

ښاغلي وزیر، د قطر هېواد له دوامدره همکاریو څخه د مننې ترڅنګ په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او غوره خدمتونو په موخه د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول او پر تجهیزاتو د روغتونونو سمبالول مهم یاد کړل او دې برخه کې یې د قطر هېواد همکاري اړینه وبلله.

بل لور د قطر سفیر، خپلو دومداره همکاریو ته په اشارې په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS