د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جوزجان له والي، ښاغلي ګل حیدر شفق سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۵۲
MOPH

په دې لیدنه کې د نويو روغتونونو جوړېدو، با کیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو او پراختیا اړوند خبرې وشوې.

د جوزجان والي د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د نویو روغتونونو جوړېدو، ځینو روغتیايي مرکزونو ته د ارتقاء ورکولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي او  پراختیا غوښتونکی شو.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ډاډ ورکړ، چې په یاد ولایت کې د روغتیايي خدمتونو ارزونې وروسته به په یو شمېر برخو کې تغیرات رامنځته او اړینه همکاري به ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول

دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۱
Background image

چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS