د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نږدې ۴۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د شاولي کوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۵۱
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د شاولي کوټ ولسوال، یو شمېر نورو مسؤلینو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و، ښاغلي وزیر دغه روغتون د ناروغانو ستونزو کمېدو او د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم وباله او ويې ويل: د دې ډول پروژو پلي کېدل به لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړي او د خلکو اړتیاوو ته به پر وخت ځواب ووایي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد په ټولو سیمو، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو زمینه برابره او د ورته پروژو له لارې د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ياد روغتون د جوړېدو چارې به د  ١٨ مياشتو په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ارزګان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې چې د ارزګان مرستيال والي ملا باري ګل طالب او يو شمير نورو مسولينو هم شتون درلود، ښاغلي وزير د ولايتي روغتون له بېلابېلو څانګو او په دې روغتون کې د نوې جوړيدونکې جدي. . .

BACK TO NEWS