د افغانستان ا.ا. مرستیال وياند، مولوي حمدالله فطرت د افغانستان د روغتیا له دویم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
نوموړي د نندارتون له بېلابېلو غرفو څخه د لیدنې پر مهال د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د تولیداتو، درملو او طبي وسایلو او د روغتیايي سکتور د تولیدي وړتیاوو او فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه پنځه ورځنی نندارتون د روغتیايي سکتور د وړتیاوو معرفي کولو او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی، چې په کې کورنیو او نړیوالو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي او ټاکل شوې، دغه نندارتون نن پای ته ورسېږي.
