د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د نورستان له والي قاري زين العابدين سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۹:۴۹
moph

په دې لیدنه کې په نورستان ولایت کې د دې ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو او په دې ولایت کې د روغتیا په برخه د ستونزو د حل په موخه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي داکټر قلندر عباد لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسول له خپلو لومړیتوبونو وباله او ویې ویل، چې په همدې موخه په دې وروستیو کې نورستان ولایت ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او ګڼ شمېرروغتیايي مرکزونه په کې جوړ شوې او لا هم یاده لړۍ دوام لري.

د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه، چې په راتلونکي کال کې به د نورستان د ولایتي روغتون ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړې شي، چې ولسونو ته به کې اساسي او غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د هېواد د درملو د اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د ا.ا.ا د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د فرمان تطبیق او له پاکستان څخه د درملو وارداتو د بندېدو په اړه بحث ترسره او نظرونه شریک شول.

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر د FMIC له لوري جوړ شوي ۱۵م نړیوال علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کابل کې د مور او ماشوم لپاره د فرانس روغتیایي انسټیټیوټ (FMIC) French Medical Institute for Mother and Children) له لوري جوړ شوي ۱۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

BACK TO NEWS