د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د هېواد د درملو د اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۵۵
MOPH

په دې ناسته کې د ا.ا.ا د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د فرمان تطبیق او له پاکستان څخه د درملو وارداتو د بندېدو په اړه بحث ترسره او نظرونه شریک شول.

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د درملو اتحادیې له ملاتړ څخه مننه وکړه او د بدیلو لارو موندلو لپاره یې د یو مناسب میکانیزم په رامنځته کولو، د سوداګرو د اندېښنو پر حل، د شرکتونو د ثبت او د درملو د بدیلو وارداتو برخه کې یې پر لازمو اسانتیاوو رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

همدارنګه، ښاغلي له سوداګرو څخه وغوښتل، چې له احتکار څخه ډډه وکړي او د بیو په کنټرول کې له وزارت سره همکاري وکړي؛ څو اړمن هېوادوال زیانمن نه شي.

بل لور، د درملو د اتحادیې مسؤلینو او غړو د عامې روغتیا وزارت له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او د ا.ا.ا د پرېکړې څخه یې بشپړ ملاتړ اعلان کړ او هم یې له نورو هېوادونو څخه د درملو د بدیلو وارداتو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په هېواد کې د درملو تولیدي فابریکې له ۶۵۰ ډوله درملو څخه زیات درمل تولیدوي او دا تولیدات د پراختیا په حال کې دي او هم یې د لا پراختیا او پیاوړتیا لپاره اغېزمن اقدامات دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

د پوهاند عبدالشکور رشاد عالي لېسې څه باندې ۲۴۰۰ تنه زده‌ کوونکو او استادانو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه

د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم‌ الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار. . .

BACK TO NEWS