د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت لپاره نوی وزیر معرفي شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۴:۲۱
MOPH

 په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو د  ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رئیس، شیخ الحدیث مولوي انورالحق انور، د عامې روغتیا مخکیني وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د عامې روغتیا وزارت ښاغلو مرستیالانو او د یو نورو وزارتونو او اداراتو استازو ګډون کړی و.

 د چارو ادارې لوی رئیس، شیخ الحدیث مولوي انورالحق انور تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام مهم اصل یاد کړ او په همدې اساس یې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې د کاري چارو د ښه والي په موخه ښاغلی، مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا وزارت د نوي وزیر په توګه دغه وزارت ته ور وپېژنده.

د یادې غونډې په دوام د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي نوی معرفي شوی وزیر یو مجاهد، ریښتینی او هېواد پاله شخص یاد کړ او په چارو کې ورته د بریالیتوب غوښتونکی شو.

له بل لوري د عامې روغتیا مخکیني وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، موږ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او هڅه مو کړې وه چې د هېواد ټولو سیمو ته روغتیايي خدمتونه ورسوو.

نوموړی همداراز د الله تعالی له دربار څخه نوي معرفي شوي وزیر ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتونکی شو او د وزارت  له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو د اړمندو هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي.

د عامې روغتیا نوي وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي روغتیا وزارت هېوادوالو ته د معیاري او اړینو روغتیايي خدمتونو په رسولو کې یو اساسي وزارت یاد کړ او د یاد وزارت په ټولو مسؤلینو او کارکوونکو یې غږ وکړ، چې په بشپړه ایماندارۍ، صداقت او ملي تعهد سره هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

 

ښاغلي وزیر همداراز د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو سربېره په ټولو نړیوالو بنسټونو، مؤسسو او ډونرانو غږ وکړ، چې د عامې روغتیا وزارت سره خپلو دوامداره همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS