د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا روږديتوب مخنیوي او د هغوی د فزیکي حالت ښه والي په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست مسؤلینو، د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست مسؤلینو، د ۴۵۰ بستریز روغتون امر ډاکټر عبدالقادر دانشمل، روغتیايي کارکوونکو، ورزشکارانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس د روږديتوب د مخنیوي، د عامه پوهاوي د پیاوړتیا او د تداوي شويو ناروغانو د سالم ژوند پر لور د هڅونې په برخه کې د ورته غونډو په اهميت ټينګار وکړ او ويې وویل، منظم ورزشي فعالیتونه د درملنې بهیر پیاوړی کوي او د فزیکي روغتیا تر څنګ د رواني ثبات په رامنځته کولو کې اغېزناک تمامېږي.

همداراز، د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون امر ډاکټر عبدالقادر دانشمل د درملنې تر څنګ د دوامدار ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، روزنیز او ورزشي فعالیتونه کولای شي د تداوي شويو کسانو د بیا روږدي کېدو مخه ونیسي او هغوی بېرته عادي ژوند ته وروګرځوي.

دغه راز، د روږدو درملنې ملي برنامې او د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست استازو د اعتياد د مخنیوي په برخه کې د ګډو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ورزش یې د سالمې ټولنې د رامنځته کولو لپاره یو اغېزمن ګام وباله.

په پای کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږۍ د روږدو درملنې د شپږو روغتیايي مرکزونو د تداوي شويو ناروغانو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې د ګډونوالو له لېوالتیا او هڅونې سره مل وې. دغو سیالیو د مرکزونو ترمنځ د همغږۍ، د همکارۍ او مثبتې سیالۍ روحیه پیاوړې کړه او د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو له لوري د دې ډول نوښتونو پر دوام ټینګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS