د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر، ژاو شېنګ سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۹:۶
China

په دې لیدنه کې چې نن سه شنبه د رجب المرجب میاشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شوه د جمهوریت روغتون د بیا رغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې، د کرونا او د پولیو ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

 د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د افغانستان او چېن هېواد ترمنځ اړیکې اړینې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتونکی شو.

ښاغلي وزیر همداراز د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته په اشاره وویل: ( د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او موږ په افغانستان کې ډېره زیاته بشري قوه لرو چې اړتیا ده د ظرفیت لوړونې لپاره یې کار وشي.)

 د افغانستان لپاره د چین هېواد سفیر، ژاو شېنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري اړینه وبلله او په روغتیايي برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د كابل ولایت په ۱۷مه او ۴مه ناحیه کې له یو شمېر روغتونونو او كلينيكونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې له روغتيایي تاسيساتو څخه د پلټنې رياست له لوري ترسره شو، پایله کې یې دوه روغتیایي مركزونه په ۱۷مه ناحیه او یو روغتون په ۴مه ناحیه کې له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له. . .

BACK TO NEWS