د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد د استقلال ملي او تخصصي روغتون له روغتیايي خدمتونه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۱۸
MOPH

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د استقلال ملي او تخصصي روغتون د ټولو روغتیايي څانکو د لیدنې تر څنګ د روغتیايي کارکوونکو کړنې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل؛ تر څو هېوادوالو ته په ریښتیني ډول معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي وزیر، همداراز د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد روغتون د روغتیايي کارکوونکو ستونزې واورېدې او د بشپړ حل ډاډ یې ورکړ.

نوموړي، روغتیايي کارکوونکي د روغتیایي سکتور اتلان وبلل او ویې ویل، چې موږ په هڅه کې یو؛ تر څو په کور دننه د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو تر څنګ، ګڼ شمېر ډاکټران د تخصصي زده کړو لپاره بېلا بېلو بهرنیو هېوادونو ته واستوو.

ښاغلي وزیر همداراز، د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو په اړه وویل: ( موږ د یو منظم پلان له مخې یوه لایحه ترتیب کړې، چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه د هغوې د علمي سطحو د معیار په بنسټ لوړ کړو.)

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS