د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د اتاترک روغتون له روغتیايي خدمتونه لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۹:۲۱
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د اتاترک روغتون له روغتیايي خدمتونه لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د اتاترک روغتون له ټولو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد روغتون کارکوونکو ته د ولس د ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې ترسره او و یې ویل، چې د ناروغانو د درملنې په برخه کې بشپړه پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه والي د ټینګار ترڅنګ وویل، چې موږ په هڅه کې یو تر څو په ټول هېواد کې روغتیايي خدمتونه معیاري کړو.

ښاغلي وزیر همداراز د یاد روغتون له ډاکټرانو غوښتنه وکړه، چې د ناروغانو د تشخیص او درملنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د غیر ضروري نسخو او درملو له ورکړې ډډه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د كابل ولایت په ۱۷مه او ۴مه ناحیه کې له یو شمېر روغتونونو او كلينيكونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې له روغتيایي تاسيساتو څخه د پلټنې رياست له لوري ترسره شو، پایله کې یې دوه روغتیایي مركزونه په ۱۷مه ناحیه او یو روغتون په ۴مه ناحیه کې له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له. . .

BACK TO NEWS