د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پکتیا ولایت مخورو سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د یاد ولایت د روغتیايي خدمتونو، د تېر په پرتله د ولسونو روغتیايي ستونزو ته د ښې او معیاري رسېدنې، له روغتیايي خدمتونو د ولس د رضایت او خوښۍ او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د پکتیا ولایت مشرانود خپلو سیمو روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او خوښي یې څرګنده کړه چې د تېر په پرتله ولسونه اوسمهال په پوره ډاډ سره کولای شي چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مشرانو سره شریکې کړي.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر ډاډ ورکړ چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد ټولو اوسېدونکو ته په نږدې او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.