د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو، د ولسوالۍ د کچې روغتونونو جوړېدو او د تېر په پرتله د ولسونو روغتیايي ستونزو ته د ښې او معیاري رسېدنې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د موسهي ولسوالۍ مخورو د خپلې سیمې روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه یې د مننې ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې د تېر په پرتله یې اوسمهال غږ اورېدل کېږي او روغتیايي ستونزو ته یې رسېدنه کېږي.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، چې په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورو ولسوالیو تر څنګ موسهي ولسوالۍ ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او لا به یې ستونزو ته رسېدنه وشي.