د نشه يي توکو سره د مبارزې او عامه پوهاوې په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۶
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه.

 دا سیالۍ چې د بایسیکل ځغلونې فدراسیون سره په ګډه همغږۍ پیل شوه، موخه یې فزیکي تمرین ته د ځوانانو هڅول او په ورزشي برخه کې د هغوی ښکېلول دي؛ تر څو ځوانان په نشه یي توکو له اخته کېدو خوندي اوسي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت له اړوندو ادارو سره په ګډه، له بېلا بېلو لارو هڅه کوي، چې د عامه پوهاوي پروګرامونو تر سره کړي؛ چې له نېکه مرغه تېر کال یې هم زرګونو هېوادوالو ته د عامه پوهاوي برنامې تر سره کړي؛ تر څو عام خلک او ځوانان د نشه یي توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو او ناوړه پایلو په اړه معلومات ترلاسه او د دې ناوړه پدیدې مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

نورستان ولايت کې سیلاب‌ ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې روغتیايي اسانتياوې برابر شوي دي

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او بېړنیو ناروغانو درملنې په موخه امبولانسونه او نور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوي نظارتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د EPR پلاوي د نورستان له والي سره د سیلاب ځپلو روغتیايي وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) کمېټې ټاکل شوي پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، ښاغلي الحاج زین‌العابدین عابد سره ناسته. . .

BACK TO NEWS