د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په مالیزیا هېواد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي له رئيس، ښاغلي جمال الدين عبدالرحمن سره ليدنه تر سره کړه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۳:۵۸
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په مالیزیا هېواد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي له رئيس، ښاغلي جمال الدين عبدالرحمن سره ليدنه تر سره کړه

دغه لیدنه چې، د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او د ماليزيا د نړيوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي رئيس، ښاغلي جمال الدين ترمنځ په ماليزيا هېواد کې د افغانستان شارژدافیر، ښاغلي نقيب الله احمدي په شتون کې ترسره شوه، د روغتيا په برخه کې د تجربو شریکولو، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړونې او افغان محصلينو ته د زده کړو په برخه کې د زمينه سازۍ په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د ماليزيا هېواد تعامل وستايه او په اکاډميک بهير کې يې له افغانستان سره د دوۍ ونډه او همکاري اړينه وګڼله.

د نړيوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي رئيس، ښاغلي جمال الدين په ياده برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او په وينا يې د افغان محصلينو او روغتيا پالانو د روزنې په برخه کې به پوره همکار اوسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د كابل ولایت په ۱۷مه او ۴مه ناحیه کې له یو شمېر روغتونونو او كلينيكونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې له روغتيایي تاسيساتو څخه د پلټنې رياست له لوري ترسره شو، پایله کې یې دوه روغتیایي مركزونه په ۱۷مه ناحیه او یو روغتون په ۴مه ناحیه کې له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له. . .

BACK TO NEWS