د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د جوزجان له والي قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۴:۷
moph

په دې لیدنه کې په جوزجان ولایت کې د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د دې ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر د روغتیايي سیستم پیاوړتیا له خپلو لومړیتوبونو وباله او ویې ویل، چې په همدې موخه په دې وروستیو کې د نورو ولایتونو تر څنګ جوزجان ولایت ته هم د عامې روغتیا وزارت له لوري ځانګړې پاملرنه شوې او ګڼ شمېرروغتیايي مرکزونه په کې جوړ شوې او لا هم یاده لړۍ دوام لري.

له بل لوري د جوزجان والي د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه دې ولایت ته د هغې د ځانګړې پاملرنې په موخه مننه وکړه او د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې یې د هغې هڅې وستایلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS