د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ختیځ، شمال او شمال شرق زونونو د عامې روغتیا له ولایتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۳
MOPH

په دې ناسته کې ښاغلي وزیر د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت نوې پالیسۍ په اغېزمن ډول تطبیق، له داخلي بودیجې څخه سمه او شفافه استفاده او پر دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو خپل نظارتونه لا پیاوړي کړي.

همداراز، د یادو زونونو ولایتي مسئولینو د شریکو شویو سپارښتنو د عملي کېدو ژمنه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې له ښاغلي وزیر سره شریک کړل، چې د روغتیایي پرسونل تشکیل، معاشاتو او روغتیایي مرکزونو زیاتوالی، طبي او غیرطبي وسایل او د روغتونونو بیا ترمیم په کې شامل وو.

په پای کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مطرح شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او له مسئولینو یې وغوښتل، چې له شته امکاناتو څخه په سمه ګټه اخیستنې سره خلکو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS