د افغانستان د عامې روغتيا وزير او لوړ رتبه پلاوي د پکتيا حوزوي روغتون کې د زلزلې ځپلو هيوادوالو له ټپيانو سره له نږدې وليدل او دوۍ ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۳:۳۵
د افغانستان د عامې روغتيا وزير او لوړ رتبه پلاوي د پکتيا حوزوي روغتون کې د زلزلې ځپلو هيوادوالو له ټپيانو سره له نږدې وليدل او دوۍ ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ

د عامې روغتيا وزير د ناروغانو او د دوۍ د کورنۍ غړو له ليدلو وروسته  د ځينې ناروغانو په اړه هدايت ورکړ تر څو د کابل مرکزي روغتونونو ته د لا ښې درملنې لپاره انتقال شي.

د عامې روغتيا وزارت له تيرې ورځې خپل ټول روغتيايي پرسونل سره په ګډه د ټپيانو او متاثره شويو هيوادوالو په مرسته بوخت دی ، دا چې يو لوی ناورين دی نړيوالې ادارې او مؤسسې بايد د بشري مرستو لپاره راوړاندې شي تر څو د زرګونو انسانانو د ژوند لومړنۍ اسانتياوې پوره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۰:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د بدخشان ولايت له ولایتي روغتون څخه ليدنه ترسره کړه

دعامې روغتيا وزارت څخه راغلي پلاوي د بدخشان ولايت روغتيايي خدمات له نږدې وليدل او د لا نورو غوره خدماتو په اړه یې مسوولينو ته سپارښتنې تر سره کړې .

 عامې روغتیا وزارت مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS