د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د عامې روغتیا وزارت اداري کارکوونکو ته “ د انرژۍ د سپما او ورڅخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې” تر عنوان لاندې د یو پریزنټیشن په ترڅ کې عامه پوهاوی ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۲۳
moph

د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د عامې روغتیا وزارت اداري کارکوونکو ته “ د انرژۍ د سپما او ورڅخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې” تر عنوان لاندې د یو پریزنټیشن په ترڅ کې عامه پوهاوی ترسره شو.

د اوبو او انرژۍ وزارت استازو د یاد پریزنټیشن په ترڅ کې ګډونوالو ته د انرژۍ د سپما او د هغې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل ، انرژي یې د انسانانو په ژوند کې یو له مهمو اقتصادي سرچینو یاده کړه او په همدې موخه یې له ګډونوالو وغوښتل، چې د یاد پریزنټیشن په ترڅ کې د انرژۍ د سپما او اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه زده کړي موضوعات په خپلو هستوګنځیو او اړوندو ادارو کې پلي کړي؛ څو د انرژۍ د سپما په مرسته وکولای شو خپل هېواد له اقتصادي اړخه غني کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS