د باکټریالوژي کلچر او انټي بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د لابراتواري خدمتونو د کیفیت لوړولو او د میکروبونو پر وړاندې د میکروب ضد درملو د مقاومت (AMR) د تشخیص او کنټرول وړتیا د پیاوړتیا په موخه د باکتریالوژي کلچر او انټي بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دغه روزنیز پروګرام کې د ولایتي او سيمه ييزو لابراتوارونو او د مرکزي لابراتوارونو آمریت اړوندو برخو ۱۵ مسلکي کارکوونکو ګډون کړی و.
د پروګرام په ترڅ کې ګډونوالو ته د باکتریالوژيکي کلچر اصول، د بېلابېلو نمونو د کلچر عملي کړنلارې، د باکتریاوو پېژندنه، د انټي بیوګرام ازموینې ترسره کول او د میکروبضد درملو پر وړاندې د باکتریاوو د حساسیت معلومولو په اړه عملي زدهکړې ورکړل شوې.
همدارنګه، ګډونوالو ته د لابراتواري خوندیتوب او د لابراتواري کثافاتو د مدیریت په اړه هم اړینې زدهکړې وړاندې شوې.
