د بلخ د عامې روغتیا رئیس او د ازبکستان د روغتیا وزیر ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا ناسته وشوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۱
MOPH

د بلخ ولايت عامې روغتيا رئيس، رحمت الله منصور په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د عامې روغتيا له وزير، ښاغلي اصيل بيک خداياروف او مل پلاوي سره د روغتیایي همکاریو پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا، د روغتیایي کارکوونکو ظرفيت لوړونې او هر اړخیزې همغږۍ په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د ازبکستان د عامې روغتيا وزير وويل: (موږ غواړو افغانستان سره روغتیا برخه کې لا زیاته همکاري وکړو او زياته یې کړه، د افغانستان روغتياپالان د مسلکيتوب تر څنګ ښې وړتیاوې لري او دا کار کولای شي، چې د ناروغانو په درملنه کې بنسټیز رول اداء کړي).

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS