د بلخ عامې روغتیا ریاست اړوند پلاستیک او سوختګي جراحي روغتون کې له ۳۰۰۰ ډېرو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۵
MOPH

په یاد روغتون د تېرو ۸ میاشتو په ترڅ کې ټولټال ۳۰۲۹ ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات او همدارنګه ۲۲۱ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.

سربېره پردې، په دغه موده کې اړمنو ناروغانو ته ۵۰ بېلا بېل بریالي جراحي عملیاتونه هم وړاندې شوي دي.

یادونې وړ ده، چې اوس مهال د دې روغتون مراجعین د پخوا پرتله زیات شوي دي، چې دا د روغتیایي خدماتو ښه والي او په روغتیایي سکتور د خلکو د باور زیاتوالي ښکارندویي کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۶:۹
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت د ودانيزو چارو رياست له مسؤلينو سره ناسته تر سره کړه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستيال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غياثي، د مقام مشاورينو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۶:۱
Background image

د ټولنې ډیجیټل ښکېلتیا او د ناسمو معلوماتو مدیریت اړوند د ټرینرانو روزنېز ورکشاپ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز له لوري د نړیوالو همکارانو په ملاتړ د روزونکو یا ټرینرانو لپاره د ټولنې د ډیجیټل ښکېلتیا او ناسمو معلوماتو مدیریت تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر، ښاغلي ژاوشېنک سره ولیدل

په دې لیدنه کې د الشفاء روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، د سنتي طب برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو عملي کولو او په کندهار کې د میرویس سیمه ییز روغتون پراختیا او بیا رغونې چارو د. . .

BACK TO NEWS