د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت د ودانيزو چارو رياست له مسؤلينو سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۶:۹
MOPH

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستيال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غياثي، د مقام مشاورينو او د ودانيزو چارو رياست مسؤلينو شتون درلود، په افغانستان کې د جوړېدونکو روغتيايي تأسیساتو څخه د نظارت، د وزارت په انګړ کې د نويو دفترونو د جوړولو پر څرنګوالي او د چارو د لا ښه تنظيم او اغېزمن نظارت په موخه د ودانيزو چارو رياست د تشکيل زياتوالي په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

همداراز، د ودانيزو چارو رياست مسؤلينو د عامې روغتيا وزارت رهبرۍ ته د يو پرېزنټېشن له لارې د ذکر شويو موضوعاتو اړوند معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې ناسته کې ښاغلو مرستيالانو او د مقام مشاورينو خپل نظرونه او وړانديزونه شريک او د عامې روغتيا وزارت رهبرۍ د يادو چارو پر ښه تنظيم، پلي کېدو او له تأسیساتو څخه په اغېزمن نظارت ټينګار وکړ او ډاډ يې څرګند کړ، چې د ودانيزو چارو رياست د تشکيل د زياتوالي غوښتنه به وارزول شي او امکاناتو ته په کتو به دې برخه کې لازم اقدامات تر سره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS