د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د نږدې یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د بلخ ولایت (۴۰۹۵۰) تنه اوسېدونکي د انتاني ناروغیو درملنې ۵۰ بستریز روغتون له لارې له روغتیايي خدمتونو برخمن او (۴۲) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د یادې مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي
